د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، د ټکس یا مالیې له ورکولو تيښته، یوه نړیواله ستونزه ده.
اوباما پرون سې شنبې غږ وکړ چې په مالیه ټکس کې د درغلیو لپاره د غیر قانوني د فترونو او نامشروع شرکتونو د بندولو نړیوالې هڅې به زیاتې شي.
روانه اوونۍ په پانامه کې له یوې حقوقي ادارې د پټو برېښنا لیکونو او تجارتي شرکتونو د پټ راجستر ملیونونه کاپي ګانې افشا شوې چې په ټوله نړۍ کې یې غوغا جوړه کړه.
اوباماپه سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:
"په ټوله نړۍ کې به د پيسو دا ډول نامشروع حرکت تل وي خو موږ باید داسې ونه کړو چې دا کار اسان شي."
ولسمشر اوباما څرګنده کړه چې د ماليې یا ټکس نه ورکول او ځان خلاصول په امریکا کې هم لیدل کېږي، خو د ده په وینا، ستونزه دا ده چې دا کار له قانوني لارو کېږي.