اذربایجاني پوځيانو او هغو بېلتون غوښتونکو چې ارمنستان یې ملاتړ کوي، پرون سې شنبې په ناګورونو قره باغ کې د اوربند اعلان وکړ.
د ارمنستان دفاع وزیر پرون ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې په سیمه کې ټول پوځي عملیات درېدلي او د اذربایجان دفاع وزارت هم دا خبر تائید کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اوربند د اعلان هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې له دواړو خواوو سره خبرې کوي څو اوربند ټینګ وساتل شي.
د دې وزارت ویاند مارک ټونر وویل، دواړه هېوادونه باید ډېر ژر د خبرو میز ته کېني.
مارک ټونر زیاته کړه:
"د امریکا متحد ایالات له دواړو خواوو د اوربند د تائید هرکلی کوي، که څه هم کمزوری دی خو موږ خوشبیني لرو چې ټینګ به شي، موږ له دواړو خواوو سره په خبرو لګیا یو څو هغوی په جدیت د اوربند مراعت ته وهڅوو."
په ناګورنو قره باغ کې د شنبې په ورځ د ارمنستان او اذربایجان د پوځونو ترمنځ نښتې پيل شوې چې له ټانکونو، هليکوپټرو او درنو وسلو کار په کې اخیستل شوی دی.
د منسک منځګړي په نوم ډلې چې امریکا، فرانسه او روسیه یې غړیتوب لري، پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا کړکېچ پوځي حل نه لري او د هر اړخیز جوړجاړي لپاره باید مذاکرې پيل شي.