"افغان ځواکونه باید خپلو کې هماهنګي زیاته او منسجم شي"

د افغانستان د ملي امنیت شورا ټولو امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې له امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره ګامونه پورته کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون سې شنبې په دې اړه په غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه ، امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو کې هماهنګي زیاته کړي او منسجم شي.

د افغانستان د ملي امنیت مشر په دې وروستیو کې ولسي جرګې ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې ښايي د وسله والو طالبانو حملې لا زیاتې شي.