د نګورنو قره باغ جګړې د پای ته رسولو هڅې روانې دي

په داسې حال کې چې اذربایجان او د ارمنستان ملاتړي بېلتوپال په لانجمنه ناګورنو قره باغ سیمه کې د نویو شخړو ملامتي پر یو بل اچوي، د نړۍ قدرتونه نن په غونډه کې په سیمه کې د خونړیو نښتو چې له څولسیزو راهیسې یې ساری نه دی لیدل شوی، د پای ته رسېدو پرلارو چارو خبرې کوي.

ښکیل اړخونه په جګړو کې خپل لوري ته د نویو تلفاتو د اوښتو خبره کوي.

په دغو څلور ورځنیو جګړو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۰ اوښتي د یوه اټکل له مخې د مړو شمېر۶۴ ته رسېدلی دی.

د اذربایجان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر خلف خلافوف په باکو کې په سمیه ییزه غونډه کې وویل چې هرڅه چې په سیمه کې پېښېږي مسؤل یې ارمنستان دی ځکه دا هېواد لېواله نه دی چې دغه کړکېچ حل شي او له نړیوال قانون څخه سرغړونه کوي.

د ارمنستان ملاتړو بېلتونپالو په یوه بیان کې وویل چې اذربایجان په زیاتیدونکي ډول ورځ تربلې په سیمه کې خپلې پوځي وړتیاوې زیاتوي.

له بلې خوا ټاکل شوې ده چې د لانجمنې ناګورنو قرباغ د کړکېچ د هواري لپاره د منځګړو هېوادونو، د روسیې، د امریکا متحدو ایالاتواو فرانسې استازي نن په ویانا کې په غونډه کې په سیمه کې د روانو جګړو د هواري پر لارو چارو خبرې وکړي.