نګورنو قره باغ کې یو بل اذربایجاني سرتېری وژل شوی

باکو له اذربایجانه په جلاشوې نګورنو قره باغ سیمه کې په روانو جګړو کې خپل لوري ته د یوه بل پوځي د وژل کېدو خبر ورکوي.

دا په سیمه کې له څولسیزو تاوتریخوالي وروسته نوې شخړې دي چې پیل شوي او د پای ته رسېدو څرک یې دومره نه لیدل کېږي.

د اذربایجان له خوا نن د یوه بلې مړینې په اعلان سره د دې هېواد سرتېرو ته د تلفاتو شمېر ۱۶ ته ورسېد.

په عین حال کې د ارمنستان ملاتړي بېلتون غوښتونکو د اپریل په دوهمه د جګړو له پیل راهیسې په نښتو کې خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو شمېر ۱۸ ښودلی دی.

دواړو لورو نن په سیمه کې د نویو شخړو ملامتي یو پر یوبل واچوله.

د اذربایجان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر خلف خلافوف په باکو کې په سمیه ییزه غونډه کې وویل چې هرڅه چې په سیمه کې پېښیږي مسؤل یې ارمنستان دی ځکه دا هېواد لېواله نه دی چې دغه کړکېچ حل شي او له نړیوال قانون څخه سرغړونه کوي.

د ارمنستان ملاتړو بېلتونپالو په یوه بیان کې وویل چې اذربایجان په زیاتیدونکي ډول ورځ تربلې په سیمه کې خپلې پوځي وړتیاوې زیاتوي.

له بلې خوا ټاکل شوې ده چې د لانجمنې ناګورنو قرباغ د کړکېچ د هواري لپاره د منځګړو هېوادونو، د روسیې، د امریکا متحدو ایالاتواو فرانسې استازي نن په ویانا کې په غونډه کې په سیمه کې د روانو جګړو د هواري پرلارو چارو خبرې وکړي.