فرانسې روسي مدافع ندیژده کوتیپوا ته سیاسي پناه ورکړه

د روسیې د بشري حقونو مدافع ندیژده کوتیپووا ته فرانسې سیاسي پناه ورکړه.

کوتیپووا یوې سمیه ییزې رسنۍ ته نن وویل چې فرانسوي چارواکو یوه ورځ مخکې دې او ماشومانو ته یې د لسو کلونو په مخه سیاسي پناه ورکړه.

هغه چې د پلانیته ندیژده په نوم د یوه غیردولتي سازمان رئیسه ده، په تېره جولای میاشت کې وروسته له هغې فرانسې ته ولاړه چې روسي چارواکو یې سازمان یو بهرنی جاسوسي سازمان وباله او یوه سیمه ییز ټلویزیوني کانال هم د هغې ډله جاسوسه یاده کړه.