د پروان امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې په یوې انتحاري حمله کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
د پروان امنیه قوماندان محمد زمان مموزي ازادي راډيو ته وویل انتحار کونکی په موټر سایکل سپور و او نن سهار لس نیمې بجې یې د ولسوالۍ په بازار کې ځان ته چاودنه ورکړه.
هغه زیاته کړه که څه هم د انتحار کوونکي هدف معلوم نه و، خو وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې حملې مسؤلیت نه دی منلی.
د تېر ۱۳۹۴ کال په حوت میاشت کې هم د سیاګرد ولسوالۍ بازار په یوه سیمه ییز کلنیک کې د انتحاري حملې پر مهال ۱۳ تنه وژل شوي و او ۱۹ نور ټپیان شوي و چې په وژل شویو کې څلور تنه یې سیمه ییز پولیس او پاتې یې ملکي وګړي وو.