د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په کندهار کې یې د وسله والو څلور ډلې نیولې دي.
له دغه ریاست څخه نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نیول شوي کسان ۱۹ تنه وو او غوښتل یې چې په کندهار ښار کې تروریستي حملې ترسره کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې له یادو کسانو څخه یوه اندازه وسلې، مهماتو دوه عرادې موټرونه او یوه اندازه چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.
تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.