"دوو کمپنیو د کابل بانک د داوطلبۍ شرایط پوره کړي"

د افغانستان د مالیې وزارت د خزاینو ریاست وايي چې د نوي کابل بانک د خصوصي کېدو په داوطلبۍ کې دوو کمپنیو لازم شرایط پوره کړي دي.

د خزاینو رئیس محمد اقا کوهستاني نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه بانک د خصوصي کېدو لپاره یوه بهرنۍ او بله کورنۍ کمپنۍ چمتو ده چې د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

له دې وړاندې هم د کابل بانک د خصوصي کېدو لپاره داوطلبۍ ته وړاندې شوی وو خو هغه معیارونه چې په دې برخه کې ټاکل شوي وو، هیڅ شرکت پوره نه کړل.

د ولسمشراشرف غني د حکومت په منځته راتلو سره د کابل بانک جنجالي دوسیه بیا پرانستل شوه خو تر اوسه دا دوسیه نه ده تړل شوې.