سعودي د تر ټولو لوړو پوځي لګښتونو له پلوه دریم ځای خپل کړ

سعودي عربستان تېرکال د روسیې ځای ونیو او په نړۍ کې د تر ټولو لوړو پوځي لګښتونو له پلوه یې دریم ځای خپل کړ.

دا خبره د سویډن یوه څیړنیز انسټیټیوټ پرون وکړه.

د سټاکهولم د سولې نړیوال تحقیقاتي انسټیټیوټ اټکل کوي چې تېر ۲۰۱۵کال به په نړۍ کې د پوځي لګښتونو اندازه په سلو کې یو زیاته شوې او ۱،۶۷ تریلیون ډالره یعنې ۱۶۷۰ میلیارډ ډالرو ته لوړه شوې چې دا له ۲۰۱۱ کال راهیسې لومړی ځل دی چې په نړۍ کې پوځي لګښتونه زیاتیږي.

تېر کال د امریکا متحده ایالات او چین بیا هم په نړۍ کې د پوځي لګښتونو د لست په سر کې وو.

د امریکا پوځي بودجه ۵۹۶ میلیارډ ډالره او د چین هم ۲۱۵ میلیارډ ډالره وه.

د امریکا متحده ایالات یواځې په نړۍ کې د ټولې پوځي بودجې له درېیو څه باندې یوه برخه جوړوي.

سعودي عربستان چې په یمن کې له یاغیانو سره په جګړه کې د یمن د حکومت ملاتړ کوي او دغه راز د سوریې د رژیم له وسله والو مخالفینو سره هم مرسته کوي، تېر کال د ۸۷،۲ میلیارډ ډالرو په پوځي بودجې سره یې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې دریم ځای ونیو.

روسیه هم خپل پوځي لګښتونه پرله پسي زیاتوي، تېرکال یې پوځي بودجه په سلو کې ۷،۵ زیاته شوې او ۶۶ میلیارډ ډالرو ته رسیدلې وه.

د سوریې د حکومت د ملاتړ لپاره د دې هېواد د هوایي ځواکونو حملو او له اروپا سره په لویدیځه پوله کې پوځي پیاوړتیاوو هم د دې هېواد پوځي لګښتونه زیات کړي دي.