ارمنیا: نګرنو قره باغ کې نوې شخړې بشپړې جګړې ته لاره هواروي

ارمنیا خبرداری ورکړی چې له اذربایجانه په جلا شوې سیمه نګرنو قره باغ کې نوې شخړې یوې بشپړې جګړې ته لاره هواروي.

بل خوا باکو له بیلتون غوښتونکو سره په جګړه کې د خپلو درې نورو سرتېرو وژل کیدل تایید کړي او خبرداری یې ورکړی چې په لومړۍ کرښه کې به خپل عملیات پراخه کړي.

له دې سره د جنوبي قفقاز په دې غرنۍ سیمه کې په وروستۍ جګړه کې اذربایجان د وژل شوېو سرتېرو شمېر ۱۵ ته ورسید.

په عین حال کې بیلتون غوښتونکو چې ارمنیا یې ملاتړ کوي ویلي چې د شنبې د ورځې راهیسې جګړه کې یې اتلس جنګیالي وژل شوي.

دواړو خواوو د یو بل د درنو پوځي وسایلو د ویجاړولو ادعاوې هم کړې دي.

د ارمنیا د دفاع وزارت پرون وویل چې د اذربایجان د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې پنځه کسان وژل شوي.

دوی وايي، برید پرهغه بس شوی دی چې ارمني رضاکاران یې نګرنو قره باغ ته لیږدول.

دا په سیمه کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو سختې جګړې بلل شوي.