عراقي ځواکونه "هیت" ښار ته ننوتي دي

پوځي قومندانان وايي، عراقي ځواکونه د درنو هوايي بمبارېو په ملاتړ د دې هېواد په لویدیځ کې د "هیت" ښار ګوټي ته چې د داعش د سخت دریځې ډلې په ولکه کې وو ننوتي دي.

په سیمه کې یو شمېر قومندانانو پرون دوشنبې وویل، عراقي ځواکونه د "هیت" په شمالي څنډو کې د داعش د وسله والو پر ضد په تصفیوي عملیاتو بوخت دي او د دې ښار ګوټي د مرکز په لور پرمختګ کوي.

د دې ښارګوټي په زرګونو اوسیدونکې د سختې جګړې له کبله له خپلو کورونو تښتیدلي دي.

راپورونه وايي، پرون سهار وختي امنیتي ځواکونو د دې ښار یو شمېر ځايي کورنۍ په لارېو کې نژدې کمپ ته انتقال کړې. په سلګونو نور ملکي خلک له ښاره پلي وتلي دي.

خو امنیتي ځواکونو اټکل کوي چې تر ۲۰زرو زیات ملکي خلک لا هم د جګړې په منځ کې ایسار پاتې دي.

په انبار ولایت کې د "هیت" ښار ګوټي د داعش لپاره له سټراټیژیک پلوه مهمه سیمه ګڼل کیږي. دا ښار په عراق او سوریه کې د داعش د وسله والو ترمنځ د اکمالاتو پر لاره پروت دی.