سعودي د ایران د ماهان د هوايي شرکت د الوتنو جواز ځنډولی

سعودي عربستان اعلان کړی چې د دې هېواد په فضا کې د ایران د ماهان د هوايي شرکت د الوتنو او په بیړنیو حالاتو کې د سعودي په قلمرو کې د هغو د کښته کیدو جواز یې ځنډولی دی.

د سعودي د ملکي هوايي چلند عمومي ادارې پرون وویل چې د ماهان هوايي شرکت د سعودي د مصوونیت له مقرراتو څو ځلي سرغړونه کړې او ځکه یې د فعالیت جواز ځنډول شوی. نوموړې ادارې ویلي چې د مسافرو د ژوند د خوندیتوب لپاره دا اقدام ضروري وو.

تهران د دې اقدام په وړاندې تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی. په تیره جنوري میاشت کې وروسته له دې چې د ایران حکومت په تهران کې سعودي سفارت بند کړ؛ د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلي شول او ریاض په غبرګون کې له ایرانه دې هېواد ته شاوخوا یو نیم سل مستقیمې الوتنې چې زرګونه ایراني حاجیان یې لیږدول بندې کړې.