عراق کې د وسله والو نښتو پر مهال ۱۷ تنه وژل شوي

د عراق په مختلفو برخو کې د وسله والو په حملو کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوی او ۶۰ تنه ټپیان شوي دي.

د جنوبي بندري ښار بصرې په یوه واټ کې په ځانوژونکي برید کې پنځه تنه ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

د اسلامي دولت ډلې د دغې ډلې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

په یوه بل برید کې د بغداد په شمال مشهادي ښار ګوټي کې د شیعه ملېشو د ایتلاف یو کاروان په نښه شوی و چې پنځه تنه یي ووژل.

په یوه بل برید کې هم د بغداد په شمال کې د پولیسو او پوځ یوه پوسته په نښه شوې وه چې څلور تنه یې ووژل.

د اسلامي دولت ډلې وسله والو چې د جګړې په ډګر کې یې ډېرې سیمې له لاسه وتلي، تر ډېره ځانوژونکو بریدونو ته مخه کړې او ملکیان او د عراق امنیتي ځواکونو په نښه کوي.