د بروکسل ناستې تر جوړېدو به ملي پراختیايي ستراتیژي بشپړ شي

د افغانستان د مالیې وزیر وایي، دا هېواد ژمن دی چې د بروکسل ناستې تر جوړېدو پوري ملي پراختیایي ستراتیژي بشپړه کړي.

اکلیل حکیمي نن د همغږۍ او ګډې څارنې د بورډ JCMB له غونډې وروسته وویل چې خود کفافۍ ته رسېدل او افغانستان له یوه وارداتي هېواد څخه په صادراتي هېواد بدلول د دې ستراتیژۍ برخه ده.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هایسم په دې ناسته کې وویل هڅه کوي چې تمویل کوونکو هېوادونو ته قناعت ورکړي ترڅو له افغانستان سره لږ تر لږه تر راتلونکو څلورو کلونو پوري خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د افغانستان په اړه د بروکسل او وارسا غونډې د روان میلادي کال په مې او جولای میاشتو کې جوړېږي.