افغانستان کې بېوزلي له ۴۶ نه ۴۹ سلنې ته پورته شوې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې بېوزلي په افغانستان کې له ۴۶ سلنې څخه ۴۹ سلنې ته لوړ شوې ده.

ولسمشر نن په یوې تلوېزوني وینا کې وویل چې حکومت کوښښ کوي څو، دغو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

ولسمشر د دې ستوزو علت له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د یوې لویې قوې وتل په ګوته کړه.

ولسمشر زیاته کړه چې د بهرنیو څواکونو له وتلو سره ۴۰ فیصده اقتصادي ستونزې رامنځته شوي.