د افغانستان د فواید عامې وزارت له تور غونډۍ بندر څخه تر هرات پورې د اورګاډې د پټلۍ د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو کار پیل کړ.
د دې مطالعاتو د ترسره کولو تړون نن په کابل کې د فواید عامې وزیر او د یوې کاناډايې کمپنۍ د مسؤل ترمنځ لاسلیک شو.
د فواید عامې وزیر محمود بلیغ وویل چې دغه پروژه د هېواد د شمال لویدیځو ولایتونو د تجارتي او اقتصادي پراختیا لپاره مهمه ده.
د دې پروژې اوږدوالی ۲۰۰ کلیو مټره دی او پرتخنیکي او اقتصادي مطالعاتو به یې د اسیا پراختیایې بانک څه باندې یو نیم ملیونه ډالره ولګول شي.