"روان کال به د ولسي جرګې او ولسوالیو انتخابات وشي"

د افغان ولسمشر دویم مرستیال وایي، حکومت ژمن دی چې د انتخاباتي اصلاح په تطبیق سره په روان کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ترسره کړي.

سرور دانش دا خبرې نن ولسي جرګې ته د کورنیو چارو وزارت، لویې څارنوالۍ او سترې محکمې د عالي شورا څوکیو ته د کاندیدانو د معرفۍ پر مهال وکړې:

"د انتخاباتي اصلاحاتو په تطبیق سره به هر ډول لازم تدابیر ونیول شي چې په روان کال کې انتخابات ترسره شي."

تر دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات به د ۱۳۹۵ لمریز کال د مېزان په ۲۴مه نېټه ترسره شي.