په لانجمنه نګورنو قره باغ کې د اذربایجان او ارمنستان د ځواکونو ترمنځ په نښتو کې د درې نورو اذربایجاني پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
دا درېیمه پرله پسې ورځ ده چې په سیمه کې د دواړو لورو ترمنځ جګړه روانه ده.
د اذربایجان دفاع وزارت نن وویل چې د قره باغ بېلتونپاله ځواکونو د اذربایجان پر سنګرونو او د جګړې کرښې ته نږدې کلیو باندې د توپونو ډزې کړې او له هاوانونو او د بمونو غورځولو له وسلو یې کار اخیستی دی.
په دغو نویو تلفاتو سره په دغه درې ورځنۍ جګړه کې د اذربایجاني سرتېرو د تلفاتو شمېر ۱۵ ته ورسېد.
ارمنستان له خپل لوري په جګړه کې د ۱۸ کسانو د وژل کېدو خبره کړې ده.
د ارمنستان د دفاع وزارت ویاند ارتسرن هوهانیسیان وویل چې بېلتونپالو د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې په یو شمېر مشخصو سیمو کې ډېر پر مختګ کړی او نوي سنګرونه یې نیولي دي.
لانجمنه سيمه نګرنو قره باغ چې په اذرباييجان کې پرته ده، په خټه ارمنيان ورباندې کنټرول لري.
وروستى تاوتريخوالى په تېرو دوو لسيزو کې بېسارى ګڼل شوى دى.