د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې د ۱۳۹۵ لمریز کال په لومړیو ۱۵ ورځو کي له دوی سره د ترور او مرموزو وژنو ۱۱ پېښي ثبت شوي دي.
د دغه کمېسیون د څېړنې او څارنې د څانګې مسؤل فخرالدین فایز ازادي راډيو ته وویل چې د دغو ټولو پېښو قربانیان ملکي وګړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د تېر لمریز کال په وروستیو شپږو میاشتو کې هم له دوی سره د بشري حقونو د سرغړونو ۱۹۴ پېښې ثبت شوي چې ټول قربانیان يې ملکي وګړي دي.
د کندهار ولایت مقام هم د مرموزو وژنو پېښې مني خو په دې اړه د ارقامو له ورکولو ډډه کوي.