د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایې چې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو د زندان څلور مسولین نیولي دي.
د دغه ریاست خبرپاڼه وایې چې د دغو کسانو په نیول کېدو سره د ماشومانو او ځوانانو په ګډون ۱۴ ملکي افغانان هم د طالبانو له بنده خوشې شوي دي.
د طالبانو له زندانه خوشې شوي کسان ادعا کوي چې په هلمند کې د وسله والو طالبانو د زندان مسوولینو ډير ځورول.