په کابل کې د ګډې همغږۍ او څارنې د بورډ غونډه پيل شوه

په کابل کې د ګډې همغږۍ او څارنې د بورد غونډه پيل شوې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د دغې غونډې په پرانیستونکې وینا کې وویل چې په سیمه او نړۍ کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو ګواښونه شته خو غواړي په افغانستان کې پایداره تحول رامنځ ته کړي.

ښاغلي غني وویل، د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره باید ګډې هڅې وشي، ځکه چې مخالفین هیڅ سرحد نه پیژني.

ولسمشر غني د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره د استخباراتي فعالیتونو پر پیاوړتیا هم ټینکار وکړ.