په سوریه کې شاوخوا ۲۰ تنه سخت دریځي وژل شوي

د سوریې څارونکې ډله وایي، په سوریه کې له القاعده سره تړلې د النصره جبهې ویاند او شاوخوا ۲۰ تنه نور سخت دریځي د سوریې په شمال ختیځ کې په هوایې بریدونو کې وژل شوي دي.

د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې د یکشنبې په ورځ وویل چې ابوفراز السوري، د هغه زوی او شاوخوا ۲۰تنه نورچې په کې ډیر ازبکستانیان هم شامل دي، په ایدلیب ولایت کې په هوايي حملو کې وژل شوي دي.

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دغه بمباري د سوریې حکومت کړې او که د روسيې پوځ.

ابوفراز چې د النصره ډلې یو وتلی مشر او د دې ډلې یو موسس غړی و، په ۱۹۸۰ یمه لسیزه کې يې په افغانستان کې په جهاد کې برخه اخیستې وه.

هغه د القاعده له پخواني مشر اوسامه بن لادن سره هم همکاري کړې وه.