د ایران د پارلمان د شوراګانو او داخلي چارو د کمېسیون ریس امیر خجسته وایې، هغو کسانو چې سوریې ته یې د اسلامي دولت ډلې وسله وال استولي، نن په خپلو هېوادونو کې د همدې ډلې له خوا د بې ثباتۍ د فعالیتونو شاهد دي.
خجسته چې د ایران د پارلمان د یوه هیت په مشرۍ سوریې ته تللی، دا خبره د هغه هېواد د پارلمان له مشر جهاد اللحام سره له کتنې وروسته وکړه.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې خجسته پرون په دمشق کې په یوه خبري کنفرانس کې وويل:
"هغو کسانو چې داعشیان، النصرتیان او تکفیریان یې روزلي او پلوي یې کړې ده. هغوی چې په سوریه کې یې په ورانۍ لاس پورې کړی، خلک یې شهیدان کړي او ښارونه یې وران کړي دی، نن اروپایې هېوادونو ته ستانه شوي دي. په خپل لاس روزل شوېو یې خپل هېوادونه نا امن کړي دي."
د ایران د پارلمان د شوراګانو او داخلي چارو د کمېسیون ریس وایې، هیله من دی چې سوریه به ډیر ژر د اسلامي دولت ډلې په وړاندې مبارزه کې بریالۍ شي.
د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د رژیم نژدې متحد دی.