ولسمشرغني به د"JCMB" د بورډ په غونډه کې ګډون وکړي

ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر نن په ارګ کې د همغږۍ او د ګډې څارنې یا JCMB د بورډ په غونډه کې ګډون وکړي.

د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اشرف غني به غونډې ته وینا وکړي.

ویل کیږي چې په دې غونډه کې به افغانستان ته د مرسته ورکوونکو هېوادونو استازي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، د حکومت لوړ پوړي چارواکي، د خصوصي سکتور او د مدني ټولنې استازي ګډون وکړي.

د مدني ټولنې د ګډې کاري ډلې یوه غړې حمیرا ثاقب وايې، په نننې غونډه کې به د افغانستان د وضعیت د ښه کیدو لپاره مشخص وړاندیزونه وړاندې کړي.

اغلې ثاقب زیاته کړه:

"امنیتي وضعیت لاخراب شوی او موږ نه یو توانیدلي چې ډیرې هغه ژمنې عملي کړو چې د امنیتي وضعیت د ښه کیدو او د روغې جوړې په برخو کې شوي دي."

د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې د همغږۍ او د ګډې څارنې په غونډه کې به له نړېوالې ټولنې سره د ښې حکومت داري او د اداري فساد په ګډون په مختلفو برخو کې د افغانستان پر کړو ژمنو او هم د نړېوالې ټولنې پر تعهداتو غور وشي.

انتقاد کوونکي وایي، د افغانستان حکومت د اصلاحاتو هغه پروګرامونه چې د لندن په کنفرانس کې یې مطرح کړي و، تر ډیره حده نه دي عملي کړي دي.