اذربایجان: په نګرنو قره باغ کې بېلتونپالو ځواکونو متقابل تعرض پيل کړى

په لانجمنه سيمه نګرنو قره باغ کې بېلتونپالو ځواکونو متقابل تعرض پيل کړى دى.

دوى وايي، د دې سيمې په شاوخوا کې يې سټراټيژيکې لوړې ساحې نيولې دي.

پرون په دې ځاى کې د دويمې ورځې لپاره هم د اذرباييجان او ارمنستان د ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه.

اذرباييجان پرون په سيمه کې د يو جانبه اوربند اعلان وکړ.

لانجمنه سيمه نګرنو قره باغ چې په اذرباييجان کې پرته ده، په خټه ارمنيان ورباندې کنټرول لري.

وروستى تاوتريخوالى په تېرو دوو لسيزو کې بېسارى ګڼل شوى دى.

تر اوسه د دوو ملکيانو تر څنګ د ١٨ ارمني سرتېرو او ١٢ اذري پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.