په جوزجان کې د وسله والو په حمله کې ۶ تنه پولیس وژل شوي

د جوزجان ولايت چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو په يوه کمين کې ٦ تنه پوليس وژل شوي دي.

دغه پوليس د جوزجان ولايت په مُرديان ولسوالۍ کې وژل شوي او يو تن يې ټپي دى.

د مُرديان ولسوال ذبيح الله زاهد د ازادي راډيو خبريال ته وويل چې پېښه نن ماسپښين په چاهي سيمه کې شوې ده.

د پوليسو او وسله والو ترمنځ نښته هم شوې او ولسوال وايي، وسله والو يو پوليس له ځان سره بېولى دى.