د افغانستان د ملي تدارکاتو کمېسیون وايي چې د یاد کمېسیون له جوړېدلو را په دې خوا د قراردادونو د څېړلو په نتیجه کې ۱۴ میلیارډه افغانۍ سپما شوې دي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په ۴۴ پرله پسې اونیزو غونډو کې ۹۰۰ تړونونه څېړلي او په نتیجه کې یې د ۱۳۶ میلیارډه افغانیو په ارزښت ۷۲۵ تړونونه منظور شوي دي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ملي تدارکاتو کمېسیون پرون ماښام په ارګ کې غونډه وکړه.