برمک: له ۴۲۰۰ څخه زیاتو سیمو کې ماینونه موجود دي

پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزیر وايي چې لا هم د افغانستان له ۴۲۰۰ څخه په زیاتو سیمو کې ماینونه او منفجره مواد موجود دي.

ویس احمد برمک نن په هغې غونډه کې چې د ماینونو له خطرونو څخه د خبرتبا په هدف جوړه شوې وه وویل چې په تېرو دوو لسیزو کې ۷۷،۷ سلنه سیمې له ماینونو پاکې شوي دي.

ښاغلي برمک دغه شان وویل چې په دې ورستیو کې د چاودېدونکو موادو خطر هم په مخ په زیاتېدو دی چې په منځنۍ کچه په میاشت کې د هېواد په بېلابیلو سیمو کې ۱۱۲ تنو د وژلو او تپي کولو لامل ګرځي.