"د افغان ځواکونو تکتیکي شاتګ اندېښمن کړي یو"

د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا له یو شمېر ولسوالیو او مهمو ستراتیژیکو سیمو څخه د افغان ځواکونو تکتیکي شاتګ د اندېښنې وړ بولي.

د دې شورا مرستیال ویاند احمد فرزان نن په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل چې د حکومت دا ډول اقدام د افغان سرتېرو په روحیه منفي تاثیر اچوي او دښمن پياوړی کوي.

هغه زیاته کړه د هلمند له موسی کلا، نوزاد او خانشین ولسوالیو، په کندز او بدخشان کې له ځینو ولسوالیو او همدارنګه د پکتیا له زرمت او د کلال ګو له سیمې څخه افغان امنیتي ځواکونو په شاتګ کړی دی.

له دې وړاندې بیا امنیتي چارواکو ویلي چې له یو شمېر هغو سیمو څخه یې امنیتي ځواکونه را ایستلي چې اړتیا ورته نه لیدل کېږي او کوم شاتګ هم چې کېږي تاکتیکي وي.