د افغانستان د نجونو د بایسکل چلونې ملي ټیم د روانۍ اوونۍ د سې شنبې په ورځ له کابل څخه تر پروان پورې د بایسکل چلونې لوبه کوي.
د دغه فدراسیون رییس عبدالصادق صادقي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه لوبه کې ۲۰ نجونې له کابل، پروان او مزار څخه ګډون کوي.
ښاغلي صادقي د دغو لوبو څخه هدف ورزش ته د نجونو هڅول یاد کړل.