"که ترانزیټي ستونزي حل شي د صادراتو کچه به زیاته شي"

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي، که افغان حکومت په روان کال کې د ترانزیټ په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره ترانزیټي ستونزې حل کړې بهرته به د صادراتو کچه زیاته شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو د برخې رئیس میر زمان پوپل ازادي راډیو ته وویل چې حکومت باید د صادراتو په برخه کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاو زمینه برابره کړی.

دا په داسې حال کې چې په ۱۳۹۴ کال کې د هېواد په کچه ۸۸۴ میلیونه ډالر بهرنیو هېوادونو نه صادرات شوي دي چې د ۱۳۹۳ کال په پرتله درې فیصده زیاتوالي ښیي.

افغان ولسمشر ویلي چې له سوداګرو او خصوصي سکټور سره په دې کار کوي چې د جوزا له میاشتې څخه هره ورځ د هوا له لارې ۶۰۰ ټنه تازه میوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شي.