د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره احتمالي کاندید ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا وویل، ناټو یو منسوخ او له کاره لوېدلی تړون دی.
ټرمپ چې هیله لري د سږ کال د نوامبر د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به د جمهوري غوښتونکي ګوند له لوري کاندید شي، پرون شنبه په ویسکانسن کې وویل، د ناټو غړي په دې تړون کې په مناسب او سم ډول خپله برخه په غاړه نه اخلي.
د امریکا د ولسمشرۍ دغه احتمالي کاندید همداراز وویل، څوک چې په ناټو کې خپله ونډه نه پوره کوي، باید له دې تړونه ووځي.
ټرمپ تر دې مخکې هم ورته جنجالي څرګندونې کړې وې.
ده د مسلمانانو، په امریکا کې د مېشتو بهرنیانو او د امریکا د حکومت د پالیسیو په اړه لانجمنې خبرې کړي دي.