د سوريي پوځ د دې هېواد په لرغوني ښار پالمیرا کې یو ډله ییز قبر موندلی دی.
د سوريي دولتي خبري اژانس وايي، په دې ډله ییز ګور کې شاوخوا ۴۰ جسدونه پراته دي.
د سوريي حکومتي ځواکونو تېره اوونۍ پالمیرا له داعش ډلې وسله والو څخه بېرته ونیو.
د بشري حقونو ډلو ویلي د داعش وسله والو په پالمیرا باندې د واک پر مهال شاوخوا ۲۸۰ کسان په ډله ییزه توګه وژلي دي.
پالمیرا تاریخي ښار د لسو میاشتو لپاره د داعش تر ولکې لاندې و.