سومالیا: د الشباب یو مخکښ غړی په هوايي حمله کې وژل شوی

د امریکا د دفاع وزارت وايي، په سومالیه کې يې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید سره د الشباب وسله والې ډلې یو مخکښ غړی وژلی دی.

د پنتاګون ویاند پیټر کوک وايي، حسن علي دهوري د مارچ په ۳۱ مه د یوه راکټي برید ښکار شوی.

متحده ایالات وايي، نوموړي په سومالیه کې په دوو لویو حملو کې رول درلود.

راپورونه وايي چې علي دهوري له کینیا سره پر پوله د سومالیه په جیبیل سیمه کې وژل شوی دی.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند ویلي د الشباب د دغه مشر وژنه به د نورو حملو لپاره د دې ډلې توانمندي په لویه اندازه کمزورې کړي.