هرات کې ۱۶ تښتول شوي ماین پاکان خوشې شول

په هرات ولایت کې د هلوټرسټ د مین پاکې د موسسې برمته شوي کار کوونکي خوشې شول.

د هرات امنیه قوماندان جنرال مجید روزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۶ ماین پاکان روغ سلامت دي او د خلاصون لپاره يې کومه معامله نه ده شوې.

نوموړي وویل چې دا کسان سیمه ییزو طالبانو برمته کړي وو.

ویل شوي چې برمته کونکو دا ماین پاکان د هرات له کهسان ولسوالۍ څخه د ایران سر پر پوله ګلران ولسوالۍ ته وړي وو.