اذربایجان: نګرونو قره باغ لانجمنې سیمې کې نښتې شوې

د اذربايجان په خاوره کې دننه له نګرنو قره باغ لانجمنې سيمې د درنو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

دواړه لوري يو او بل د جګړې په پيلولو تورنوي.

د ارمنستان پوځ پر اذرباييجاني ځواکونو د حملې د پيلولو تور لګولى چې وايي، ټانکونه، درنه توپخانه او جنګي څرخي الوتکې په کې برخه لري.

خو د اذرباييجان پوځ وايي، د جنګ په لومړۍ کرښه کې دشپې له خوا اول د دوى پر ځواکونو درنه حمله وشوه او د اذرباييجان پوځ مجبوره شو په ځواب کې عاجل اقدامات وکړي.

نګرنو قره باغ چې په اذرباييجان کې دننه پرته ده اوسېدونکي يې په خټه ارمنيان دي او ارمنستان ورباندې کنټرول لري.

د ارمنستان دفاع وزارت وويل، په دې جګړه کې چې ظاهراً لا روانه ده، دواړه لوريو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.

بلخوا په مسکو کې د روسيې ولسمشر ویلادي مير پوتين له دواړو لوريو غوښتنه کړې چې جګړه دې ودروي.