د سارک غړیو هېوادونو استازي افغانستان ته ځي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې په راتلوونکي اوونۍ کې به د سارک غړيو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو خونو استازي افغانستان ته راشي.

د دغې خونې د رسنیو د برخې مسؤل صیام الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې دغه سوداګر به په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه وارزوي او د افغان ولسمشر په ګډون به له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره وګوري:

"د سارک هېوادونو د سوداګرۍ اوصنایعو خونو استازي افغانستان ته راځي او غواړي چې د رییس جمهور سره د حکومت له اجراییه رییس سره د بهرنیو چارو له وزارت او یو شمېر سوداګرو سره وګوري، دوی ګرځي او ګوري چې د جنوبي اسیا هېوادونو کې کم فرصتونه موجود دي چې دوی ورڅخه استفاده وکړي او تجارتي او اقتصادي اړیکود پراختیا لپاره ورڅخه کارواخلي."

د سوداګرۍ اوصنایعو خونې د چارواکو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د کانونو، انرژۍ د تولید کورنیو تولیداتو او یو شمېر نورو برخو کې د پانګونې ښې زمینې برابري دي.