ننګرهار کې د انسان تښتوونکو ۴ کسیزه ډله نېول شوې

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په یاد ولایت کې د انسان تښتوونې په تور څلور مشکوک کسان نیولي دي.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي څانګې مسؤل حضرت حسین مشرقيوال ازادي راډيو ته وویل چې ځواکونو یې یاد کسان د شنبې ورځې په سهار د سره ردو ولسوالۍ اړوند د شيخ مصري په ساحه کې نیولي دي.

مشرقيوال وايي، له نيول شويو کسانو څخه څيړنې روانې دي.

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې د انسان تښتوونې پېښې زیاتې شوي او بلخوا ولایتي ادارې هم امنيتي ځواکونو ته دنده سپارلې چې د انسان تښتوونکو اصلي ځالې رسوا او عاملين يې ونيسي.

په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د سترې محکمې د رییس پلار سید حسن هم په جلال اباد ښار کې د ناڅرګندو کسانو له خوا تښتول شوی و چې تر څو ورځو برمته کېدو وروسته د ننګرهار د ملي امنیت ادارې له خوا راخوشي شو.