نن شپه بارسلونا او ریال مادرید فوټبال ټیمونه لوبه کوي

د هسپانیا د فوټبال د لوبو په لړ کې به نن شپه ریال مادرید د بارسلونا په وړاندې لوبه وکړي.

د فوتبال د نړیوال فدراسیون د معلوماتو له مخې د دې دواړ ټیمونو ترمنځ لوبو ته الکلسیکو هم وايي چې نن شپه د افغانستان په وخت ۱۱ بجې د بارسلونا ښار د نیوکمپ په ورزشي میدان کې ترسره کېږي.

مخکي له دې هم بارسلونا د الکلسیکو په لومړۍ لوبه کې ریال ته څلور پر صفر ماتې ورکړې ده.

په نړۍ کې میلیونونه کسان دغه لوبه ګوړي ځکه چې په دغه لوبه کې د فوټبال مشهوره څېرې لوبېږي.