رادمنش: د داعش په نوم به هېڅ چاته د فعالیت اجازه ورنه کړو

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د داعش په نامه به هېڅ چاته اجازه ورنه کړي چې د ولایتونو امنیت ګډوډ کړي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل داسې ډلې شته چې د داعش له نامه نه په استفادې په ځینو ولایتونو کې امنیت خرابوي:

"زموږ ځواکونه په ډېره ایماندارۍ سره خپل عملیات اجرا کوي، افغان ځواکونه هځه کوي چې د دوی ځالې له منځه یوسي."

دا په داسې حال کې ده چې د غزني امنیتي چارواکو په دې ولایت کې د داعش د فعالیتونو خبر ورکړی دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې داعش ډلې په ننګرهار کې سخته ځپل شوې او دامهال د دې ډلې په ضد په نورستان او کونړ ولایتونو عملیات پيل شوي دي.