روسیه: وسله وال د ترکیې له پولو سوریې ته دا خلېږي

Turkey - Karkamis (Karkamys) - near the border with Syria and Islamic State-held territory. screen grab

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې سرګي لاوروف تېره ورځ په ټلیفون کې خپل امریکایي سیال جان کري ته وویل چې وسله وال لا هم د ترکیې له سرحده سوریې ته داخلېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تېره میاشت ویلي وو چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا پرېکړه لیک باید بشپړ تطبیق شي.

په دې پریکړه لیک کې له داعش سره د تېلو پر سوداګرۍ او د ترکیې -سوریې تر منځ د ترورستانو د تېریدو د مخنوي غوښتنه شوې ده.