د امریکا ولسمشر وایي، لاهم دا اندېښنه شته چې ترهرګر اټمي وسلې ترلاسه کړي، خو له ښه مرغه د ګډو هڅو له امله تر اوسه هیڅ ترورستي ډله نه ده توانېدلې چې اټمي وسله یا خطرناکه راډیو اکټیف ترلاسه کړي.
بارک اوباما د اټمي امنیت سرمشریزې ته په واشنګتن کې وویل، د القاعده په څېر ډلو هڅې کړي دي چې اټمي وسلې پیدا کړي او د داعش په څېر ډلو په عراق او سوریه کې له کیمیاوي وسلو استفاده کړې:
"په دې کې هیڅ شک نه شته که دا لیوني اټمي وسله یا اټمي مواد ترلاسه کړي د بېګناه خلکو د وژلو لپاره به کار ترې واخلي، نو د همدې لپاره زموږ هڅې خوار مهمې دي."
ولسمشر اوباما زیاته کړه چې اټمي مواد باید سم خوندي شي څو د ناسمو خلکو لاسونو ته ونه لوېږي.
اوباما بیا وویل، د یوې مڼې په اندازه پلوتونیوم کولی شي چې په سلګونو انسانان ووژني.
په واشنګتن کې د اټمي امنیت په کنفرانس کې د ۱۰۲هېوادو استازیو برخه اخیستې ده.