روسيې تور پورې کړى چې د ترکيې درې سازمانونه په سوريه کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش ته پوځي تجهيزات برابروي.
په هغه ليک کې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته لېږل شوى او پرون افشا شو، په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفير ويتالي چورکين ادعا وکړه چې د يو مليونه او ٩ لکه ډالرو په ارزښت منفجره او کيمياوي مواد د ترکيې له سرحدونو په سوريه کې دغې سخت دريځې ډلې ته قاچاق شوي دي.
چورکين په ليک کې چې دوې اوونۍ مخکې يې ليکلى ويلي، د وسلو او پوځي تجهيزاتو زيات اکمالات چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش ته شوي، ترکيه دا کار د غير دولتي سازمانونو له طريقه کوي.
د روسيې دغه ډيپلومات دغه راز ادعا وکړه چې د ترکيې د استخباراتو ملي سازمان د دغو اکمالاتو څارنه کوي.
په ملګرو ملتونو کې د ترکيې استازو لا په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.
ترکيه د سوريې د ولسمشر بشارالاسد چې د مسکو متحد دى، مخالفت کوي.