د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، له ايرانه د نړيوالو بنديزونو تر لېرې کېدو وروسته وخت په کار دى چې دغه هېواد له نړيوال اقتصاد سره ملګرى شي.
ايران به د دغو بنديزونو د لېرې کېدو په بدل کې خپل لانجمن اټمي پروګرام بندوي.
اوباما پرون په واشنګټن کې د نړۍ د لويو قدرتونو له مشرانو سره په غونډه کې وويل:
"ايران ته وخت په کار دى چې د نړۍ له اقتصاد سره ملګرى شي، تهران د دې موافقې ګټه ليدلې ."
تهران شکايت کړى چې د جنورۍ مياشتې د اټمي موافقې د موادو برخلاف، د ايران پر بانکي سکټور د امريکا له خوا د روانو محدوديتونو له کبله لا هم تهران نه دى توانېدلى د اقتصادي بنديزونو له لېرې کېدو بشپړه ګټه واخلي.
تر دې مخکې د ايران لوى مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي پر امريکا تور پورې کړى و چې د ايران او د نړۍ د لويو قدرتونو ترمنځ د ٢٠١٥میلادي کال د جولاى مياشتې د اټمي موافقې د شرايطو په مراعتولو کې پاتې راغلې ده.