هرات:د پوځ په عملیاتو کې تر ۱۰۰ زیات وسله وال وژل شوي

د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې په پوځي عملياتو کې چې اول پړاو يې بشپړ شو، تر سلو زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

چارواکي وايي د دغو عملياتو په نتيجه کې د شينډنډ ٧٠ سلنه هغه سيمې تصفيه شوې چې مخکې د وسله والو په کنټرول کې وې.

د هرات د والي وياند جېلاني فرهاد ازادي راډيو ته وويل چې د پوځي عملياتو په لومړي پړاو کې په لسګونو وسله وال ټپيان شوي هم دي:

"د امنيتي او استخباراتي مسؤلينو د راپورونو له مخې په دغو عملياتو کې ١١٠ وسله وال طالبان وژل شوي، څه باندې ١٢٠ تنه يې ټپيان شوي دي، د دوى ٣٠ عرادې وسايط، پوځي تجهيزات او نور امکانات له منځه تللي دي."

د والي وياند وايي، د شينډنډ ولسوالۍ پاتې سيمې به هم د پوځي عملياتو په دويم پړاو کې تصفيه شي.

ويل شوي چې په دغو عملياتو کې ملکيانو ته هېڅ تلفات نه دي اوښتي او افغان امنيتي ځواکونو ته اوښتې مرګ-ژوبله کمه ده.

په وروستيو کې د وسله والو طالبانو سيالو ډلو په شينډنډ کې په خپلو کې سختې جګړې کړې دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.