د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هېواد يې د ترکيې امنيت ته ژمن دی.
بارک اوباما دا خبرې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره د ليدو پر مهال وکړې.
سپينه ماڼۍ وايي، دواړو مشرانو پرون د اسلامي دولت پر ضد د خپلو هېوادونو د هڅو په اړه خبرې وکړې.
اوباما د همدې ليدنې پر مهال په کرد سيمه ديارباکر کې د پرونۍ حملې په اړه خواخوږي څرګنده کړه.
د پرونۍ حملې هدف د پوليسو یو موټر وو. په دې بريد کې اووه کسان ووژل شول او تر شلو زيات ټپيان شول.
په همدې حال کې د ترکيې د ولسمشر دفتر نن يوه اعلاميه خپره کړې چې وايي اردوغان او اوباما د داعش سره د جګړې او پناه غوښتونکو د بحران په اړه هم خبرې وکړې.