سروې: له هرو۵ افغانانو څخه د یوه وزن تر اندازې کم دی

يوه نوې سروې ښيي چې د افغانستان له هرو پنځو وګړو څخه د یوه وزن تر اندازې کم دی.

نور هېوادونه هم له دې ستونزې سره مخامخ دي لکه هندوستان، بنګله دېش، ختيځ تيمور او ايتوپيا.

که څه هم ليدل کيږي چې په ټوله نړۍ کې له هرو اتو بالغو کسانو څخه د يوه کس وزن تر عادي څخه زيات دی.

د دې سروې له مخې چې په لانست ميډيکل ژورنال کې خپره شوې ده، په نړۍ کې د زيات وزن لرونکو کسانو شمېر مخ پر زياتېدو دی او ښايي په ۲۰۲۵میلادي کال کې په هرو پنځو کسانو کې د یوه وزن تر عادي زيات وي.

همدا سروې خبرداری ورکوي چې تر شپږ فيصده زيات سړي او تر نهه فيصده زياتې ښځې به تر ۲۰۲۵میلادي کال پورې د زيات وزن په ناجوړي اخته وي.

ډاکټران وايي چې د بېلابېلو ناروغيو د مخنيوي لپاره چې په کې د زړه ناروغي هم شامله ده، د بدن وزن بايد کنټرول شي.