د بخښنې نړېوال سازمان وايې، ترکيې پر زرګونو سوري پناه غوښتونکو فشار راوستلی چې په زوره يې له دغه هېواده وباسي. دغه اداره وايي چې د ترکيې دا اقدام د اروپايي او نړېوالو قوانينو سرغړونه ده.
د بخښنې د نړېوال سازمان په وينا، د ترکيې د جنوبي پولي په سيمه کې د شاهدانو له خبرو داسې څرګنديږي چې ترکيې د جنورۍ له نيمايي راپه دې خوا له ورځې سل سوري ښځې، سړي او کوچنيان له دغه هېواده باسي.