یونان: د یوه افغان او سوري کډوال په شخړه کې ۵تنه ټپیان شوي

له يوانانه راپورونه وايي چې د یوه افغان پناه غوښتونکي او سوري پناه غوښتونکي ترمنځ د شخړې له کبله پنځه کسه ټپيان شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.

د اسوشيټېډ پريس خبري اژانس د راپور له مخې، دا نښته نن سهار د پناه غوښتونکو په يوه کمپ کې وشوه.

له هغه وروسته چې د پناه غوښتونکو پر مخ د بالکان هېوادونو پولي وتړل شوې، تر ۵۰ زره زيات پناه غوښتونکي د يونان په کمپونو کې بند پاته دي.

هر پناه غوښتونکی چې د مارچ مياشتې له شلمې نېټې وروسته يونان ته تللی، له دې هېواده ايستل کيږي او ترکيې ته لېږل کيږي.